خوب
دلاور (پرديس)
چي سم بيده په خوب دي وينم ياره
تصوير دي زما سترګوته وړاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
څوره اثردي ووپه دوو سترګوكي
دژوندون لاره يې كړه وركه رانه
يوه خوږه خاطره خوب دبيګا
شپه تر سهاره يې كړه وركه رانه
زمااوميد زمادژوندخوشحالي
بس بې اختياره يې كړه وركه رانه
شهيد ارمان ته مي دوعازده كړې
خوترمزاره يې كړه وركه رانه
جانانه دغه ستادكلي كوڅه
په څوڅوواره يې كړه وركه رانه
خپل او پردي به مي كتله پكښې
دزړه هنداره يې كړه وركه رانه
ماد ي كيسه ليكل دښكلو سترګو
پس له تكراره يې كړه وركه رانه
اخير مجبوره ژړيدوته سومه
بل هره چاره يې كړه وركه رانه
اي دجانان دسترګوروبه ولي
زړګى مي ستا تر تاسير لاند ي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
كلونه وسوه زماپه زړه كي اوسي
يارناخبره دى كه نه پو هيږي
هر قدم ږدي دزړه پر سر داښكلي
دخپل ښكلاپه قدر څه پوهيږي
شونډي انكاركوي خو ستر ګي دي نن
په زړه راكښونكي اشاره پوهيږي
غوږيې نيولى تر سهاره پوري
سترګي دميني په كيسه پوهيږي
اوس هيرول يې ناممكن ګڼمه
كله مي زړه په بهانه پوهيږ ي
زماومرګ ته رقيب مه راليږه
پدې خبره دي باڼه پوهيږي
داوس په ښكلوكي په سلوكي يو
سته په سپيڅلې يارانه پوهيږي
چه ستاغرور مي په مجبوره زړګي
نورڅه كوي يوالله ښه پوهيږ ي
پرمارانغلې ليونتوبه ولي
غمونه ټول راپوري خاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
لكه شبنم دګل پر مخ بيده وم
لكه يوشى دښكلاسره وم
موږ ماشومان وو لوبيدلوباغ كي
زه درنه پټ دونو خواسره وم
سنګسارسته مينه كي چاوويله
حيران ولاړ دزړه درزاسره وم
نه مي دميني ناز ادا پيژندل
نه يې مخ سوي له سزاسره وم
داخلك څومره مهربان ښكاريدل
زه يې پرې ايښى داشناسره وم
خوشپه دسترګورپ كي تيره سوله
سهاردفكراو سوداسره وم
راسه دې خوب ته كوم تعبيروركوې !
غاړه غړۍ ياره له تاسره وم
خاوري ايرې سوې مينتوبه ولي
پرمخ مي مړې اوښكي ځلاندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي
دانسانيت ترسرليك لاندي ياره
دپښتني ميني سوګندغواړمه
يوشيبه دجدايي چي راځي
په مرګ خوشحال يم كله ژوندغواړمه
چي مي دزړه كورته نفرت راولي
دهغي ژبي كلام بند غواړمه
دمحبت څه جوړه سوې دنيا
دميني نوم پكښې بلندغواړمه
كله ناكله مي ماشوم زړه وايي
جانانه خوب دي په مړوندغواړمه
اوس يارانې ته دي زړه كيږي كه نه
دهو اونه جواب څرګندغواړمه
كه سوې منكر دميني ځم به درڅه
پرديس رخصت له ټول هلمندغواړمه
ختموې زمادژونددون لوبه ولي
غم به دي ياره په زړه باندي راسي
ويښ سم له داسي ښكلي خوبه ولي
پرخوله دغم سلګْۍ او ساندي راسي